د عراق په شمال کې د واده په مراسمو کې د اور لګېدو له امله "لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپيان دي".
د بيبيسي د راپور له مخې، په قربانیانو کې ناوې او زوم هم شامل دي.
تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی څرګند؛ خو لومړني راپورونه ښيي، چې د اورلوبو د وسايلو له روښانولو وروسته دغه اور لګېدلی دی.
د عراق رسمي خبري اژانس نینا ويلي، اورلګېدنه د شمالي ولایت نینوی ښار په حمدانیه سیمه کې شوې ده.
د نينا خبري اژانس لهخوا په خپرو شويو عکسونو کې خلک ښکاري، چې په يوه تالار کې د اور وژلو هڅه کوي.
په خواله رسنيو د ځايي خبريالانو لهخوا په خپرو شويو عکسونو کې په تالار کې سوځېدلي مړي هم ليدل کېږي.
نينا خبري اژانس د عراق د ملکي دفاعي ادارې د مشر له خولي ويلي، اور اخيستونکو تختو ښايي د اور په بلېدو کې مرسته کړې وي.
عيني شاهدانو ويلي، اور په ځايي وخت د شپې ۱۰:۴۵ دقيقې هغه مهال ولګېد چې په تالار کې سلګونو کسانو جشن او نڅا کوله.
د عراق د لومړي وزیر دفتر په اېکس پاڼه (ټوېټر) لیکلي، لومړي وزیر چارواکو ته سپارښتنه کړې چې "د دغې بدمرغې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ټولې هڅې وکړي."