د اسراییلو د ګرځندوی وزیر حیم کاتز د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ګرځندوی په کنفرانس کې د ګډون لپاره په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته ورسید.
هغه ویلي په دغه سفر کې به له سعودي سره په بېلابېلو برخو د اړیکو په ښه کولو خبرې هم وکړي.
دغه وزیر په یوه بیان کې ویلي چې د دغه سفر په لړ کې غواړي، «د اسراییلو د همکارۍ، سیاحت او بهرنیو اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.»
دغه دوه ورځنی سفر د دواړو هیوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو لپاره د چمتووالي د هڅو یوه برخه ګڼل کیږي، چې لوړ پوړیو اسراییلي او سعودي چارواکو په ښه مرغ شمېرلی دی.
تر دې وړاندې هم په دې وروستیو میاشتو کې اسراییلي پلاوي سعودي عربستان ته په سپورتي سیالیو کې د ګډون لپاره سفر کړی و، خو دا لومړی ځل دی چې د اسراییلو د کابینې یو وزیر دغه هېواد ته سفر کړی.
په ورته وخت کې د فلسطین لپاره د سعودي عربستان لومړی نا استوګن سفیر د سه شنبې په ورځ لویدیځې غاړې ته سفر وکړ او خپل باورلیک یې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته وړاندې کړ.
نایف السدیري په رام الله کې وویل چې هیواد به یې د یوه خپلواک هیواد لپاره د فلسطین غوښتنې ته غاړه کیږدي.
سعودي عربستان په وار، وار ویلي چې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوه فلسطیني هیواد جوړول شرط دی. خو دا لا څرګنده نه ده، چې د سعودي حکومت به تر کومه بریده د دغه شرط سره د اړیکو عادي کولو ته غاړه کیږدي.