هند له کاناډا سره د سېک بېلتون غوښتونکي مشر د وژنې په څېړلو کې د همکارۍ اعلان وکړ

AP ۱۴۰۲ تله ۵

د کاناډا د حکومت له‌خوا د هند څخه په کاناډا کې د سېک بېلتون غوښتونکي مشر د وژنې په اړه په تحقیقاتو کې د همکارۍ لپاره د بیا، بیا غوښتنې وروسته نوي ډیلي خپل چمتووالی اعلان کړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جي شنکر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د هردیپ سېنګ نجار د وژنې په اړه د معلوماتو په اړه څېړنې وکړي.
ښاغلی نجار د روان کال په جون میاشت کې د کاناډا په برېټش کولمبیا کې ووژل شو.

هغه د هند د پنجاب ایالت د سېکانو لپاره یو خپلواک دولت غوښت.
د نوموړي تر وژنې وروسته د کاناډا لومړي وزیر هغو معتبرو تورونو ته اشاره وکړه، چې د نجار په وژنه کې د هند د حکومت د جاسوسانو لاس لرل ښیي؛ خو د هند حکومت د کاناډا دغه ادعا رد کړې وه.
د هند پر وړاندې د کاناډا تورونو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې.

له دې ډلې څخه هند د کاناډا وګړو ته د ویزي ورکول وځنډول.
همدارنګه اوټاوا او ډیلي د یو بل ډیپلوماټان له خپلو هېوادونو واېستل.

نور خبرونه

رادیو