ایران وايي نور ۳ سپوږمکۍ یې د ځمکې مدار ته وتوغوله

AP ۱۴۰۲ تله ۵

د ایران تسنیم خبري اژانس وايي، د دغه هېوادسپاه پاسدران د چارشنبې په ورځ د نور درې په نوم دریمه پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره د ځمکې مدار ته وتوغوله.

نور درې انځور اخیستونکې سپوږمکۍ ده او له ځمکې په ۴۵۰ کیلومتره لوړوالي سره مدار ته رسېدلې ده.

دا سپوږمکۍ د قاصد په نوم سپوږمکۍ توغوونکي سره په درې پړاوونکو کې تر مدار ورسېده.

پر ۲۰۲۲ کال هم نور دوه سپوږمکۍ همدې سپوږمکۍ توغوونکي سره توغول شوې وه.

دا د ایران دریمه سپوږمکۍ ده چې تشیال ته یې توغوي.

د امریکا پوځ وايي، همدا اوږد واټنه بالستیک ټیکنالوجي چې په مدار کې د سپوږمکیو د ځای پر ځای کولو لپاره کارېږي، تهران ته د اټومي کوپړۍ لرونکو په ګډون د اوږد واټن ویشتونکي وسلې د توغولو چانس ور کوي.

تهران د واشنګټن دا ادعا ردوي چې ګویا په دا ډول هڅو سره د بالستیک توغندیو پرمختیا تعقیبوي او زیاتوي چې اټومي وسلې نه جوړوي.

نور خبرونه

رادیو