د حکومتي رازونو د افشا کولو په قضيه کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د دغه ګوند مرستيال او د بهرنیو چارو پخوانی وزير شاه محمود قريشي د توقیف موده تر ۱۴ ورځو پورې وغځول شوه.
د عمران خان خلاف د قضيې اورېدنه په اټک زندان کې د ځانګړې محکمې له لوري نن د سپټمبر په ۲۶ تر سره شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلام اباد سترې محکمې امر کړی و چې عمران خان دې د اټک له زندانه د راولپنډۍ اډياله په نوم زندان ته ولېږدول شي.
په دغه قضيه کې د تحريک انصاف مرستيال شاه محمود قريشي په اسلام اباد یوې محکمې ته وړاندې کړی شو، په محکمه کې تر حاضرېدو وروسته ښاغلي قریشي توقیف هم د اکټوبر تر ۱۰مې پورې وغځول شو.
بل خوا د اسلام اباد سترې محکمې د سپټمبر په ۲۵مې امر کړی و، چې عمران خان دې د اټک له زندانه د اډياله په نوم زندان ته ولېږدول شي؛ خو د حکم تر ورکړې وروسته هم هغه د سپټمبر د ۲۶مې نېټې تر غرمې پورې په اټک زندان کې وساتل شو، ځکه چې د اسلام اباد سترې محکمې له لوري يې ليکلی حکم نه و ور رسېدلی.
د باوري سرچينو د معلوماتو له مخې، عمران خان په خپله نه غواړي چې د اټک له زندانه بل زندان ته ولېږدول شي.
د سپټمبر په ۲۵مې د عمران خان يو وکيل په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې د محکمې له حکم سره سم عمران خان د اډياله په نوم زندان ته لېږدول شوی.
عمران خان د اګست په پنځمه د پوليسو له لوري تر نيول کېدو وروسته د اټک زندان ته هغه مهال ولېږدول شو، چې د اسلام اباد يوې محکمې هغه ته د توشه خانې په قضیه کې د درې کاله بند او يو لک کلدارو جریمه وټاکله او د پنځو کلو لپاره له هر ډول سیاسي فعاليت څخه منع شو.