د ایران ځینو پوهنتونونو د نارینه او ښځینه زده کړیالانو په جامو نوي بندیزونه لګولي

AP ۱۴۰۲ تله ۳

په ایران کې د تهران او امیر کبیر پوهنتونونو، په ښځینه محصلانو د ډیزاین لرونکو چپنو په اغوستو، د جګو بوټانو په پښو کولو، په "نامناسبه" حجابونو او د مصنوعي نوکانو په ایښودو بندیزونه لګولي دي.

دغه بندیزونه د نارینه زده محصلانو په جامو هم لګيدلي

نارینه زده کوونکي د اوږد ویښتانو، ږیرو او بریتو، او همدارنګه د "نا دودیز" ورپورې توکو او کمربندونو څخه هم منع دي.

په ایران کې د زده کړیالانویو شمیر فعالان وايي، اسلامي جمهوریت هڅه کوي چې دغه بندیزونه له بېلابېلو لارو په نورو پوهنتونونو کې هم عملي کړي.

د ایران انټرنېشنل له لوري د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ، د ایران حکومت پورې تړلي اجنټان ګمارل شوي چې د زده کړیالانو تګ راتګ وڅاري.

د «قیام تا سرنګوني» په نوم یوې هیکرې ډلې چې د ایراني حکومت په مخالفې ډلې پورې اړه لري، د علومو وزارت د څه باندې ۵۰۰ ویب سایټونو او کمپیوټرونو په هک کولو سره له شلو زرو څخه زیاتو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

دغه اسناد ښيي چې د تهران د علم او صنعت په پوهنتون کې د دغه پوهنتون د استادانو په همکارۍ ۷۴۰ کامرې فعالې او د اعتراض کوونکو محصلینو د مخ پیژندنې سافټویر يې کارولی دی.

زده کړیالانو او استادانو په بیلابیلو بیانونو کې ویلي چې د محصلانو او استادانو په غندنه، ایستلو او ځنډولو کې به د ایراني حکومتدغه ګامونهدوی شاتګ ته اړ نه کړي.

نور خبرونه

رادیو