سي اين اين شبکې راپور ورکړی چې کيدای شي د اوکراین امنیتي ادارې په سوډان کې د واګنر ګروپ په ملاتړو وسلوالو باندې د یو لړ هوایي بریدونو کې لاس ولري.
دغه بریدونه ښایي د دې لپاره شوي وي چې په اوکراین کې جګړه د اوکراین او روسیې له پولو پورې وغځيږي.
له سي اين اين سره په مرکه کې د اوکراین یوې پوځي سرچینې دغه بریدونه د "غیر سوډاني عسکرو" کار وباله.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې کییف ښايي د دغو بریدونو تر شا لاس ولري، دغې سرچینې یوازې دومره وویل چې «ښايي د اوکراین ځانګړي ځواکونه د دغو بریدونو مسوول وي.»
په دغو عملیاتو کې د چټک ملاتړ ځواکونو "آر ایس ایف" په وسله والو باندې یو لړ بریدونه شوي، هغه ډله چې د واګنر له لوري یې ملاتړ کیږي. دغه وسله واله ډله د سوډان له پوځ سره د دغه هېواد د بشپړ مهارولو لپاره په جګړه بوخته ده.
سي اين اين ویلي چې دوی په خپلواکه توګه د بریدونو په دې لړۍ کې د اوکراین د ښکېلتیا پخلی نه شي کولای، خو د دې شبکې له لوري په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو نښې نښانې ښيي.
دغې شبکې په خپل راپور کې ویلي، دوه سوداګریزې بې پیلوټه الوتکې چې په پراخه کچه د اوکراینیانو له لوري کارول کېږي، لږ تر لږه په اتو هوايي بریدونو کې ښکېلې وې او د دغو بې پیلوټه الوتکو په کنټرولر کې د اوکراین لیکلی متن لیدل کېږي.
کارپوهانو هم ویلي چې په دغو بریدونو کې کارول شوی تاکتیک ښيي، چې بې پیلوټه الوتکې نیغ په نیغه د موخې په لوري الووځي چې دا په سوډان او ټوله افریقايي سیمه کې په هوایي بریدونو کې نوی تاکتیک بریښي.