د امریکا ولسمشر جو بايډن د منځنۍ آسیا هيوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره د «سي ۵+۱» په لومړۍ غونډه کې وکتل.
دغو مشرانو د ترهګرۍ سره په مبارزې، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ او انرژۍ په امنيت خبرې کړې.
د ملګرو ملتونو د ۷۸ مې عمومي غونډې په څنډه کې د جوبايډن او «سي ۵+۱» هيوادنو د مشرانو تر منځ لومړنۍ ناسته تر سره شوه.
د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جو بایډن د منځنۍ اسیا-امریکا په اړه غونډې ته وویل. «لومړی به موږ د ترهګرۍ پر وړاندې خپله همکاري پیاوړې کوو، متحده ایالات به په امنيتي برخه کې د منځنۍ اسیا ملاتړ زیاتوي.»
ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د وږي ۱۹مه د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره وکتل.
ولسمشر بایډن زیاته کړه: «موږ به سیمه ایزې اقتصادي اړيکې پیاوړې کوو، نوی سوداګریز پلیټ فارم رامینځته کوو چې زموږ ډیپلوماتیکي اړيکې بشپړې او د پراختیایي موخو لپاره زموږ خصوصي سکتورونه په ښه توګه وصل کړي.»
بایډن زیاتوي چې په راتلونکو کلونو کې به د انرژۍ د امنیت او لېږد په برخه کې په ګډه د يوه میکانیزم له لارې بحث ته لاره هواره کړو.
د دغې ناستې مشرانو د امنیت، سوداګرۍ او پانګونې، سیمه ییز اتصال، د ولسونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي، حکومتولۍ او د قانون پلي کولو او روانو اصلاحاتو په ګډون پر یو لړ مسلو خبرې وکړې.