د خیبر پښتونخوا د پېښور چوک یادګار مارکېټ له څو ورځو راهیسې تړلی پاتې دی

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۹

د خیبر پښتونخوا د چوک یادګار صرافۍ مارکېټ له هغې وروسته وتړل شو، چې د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې هلته چاپې ووهلې، یو شمېر صرافان یې ونیول او د یو شمېر نورو د نېولو لپاره یې هڅې پيل کړې.

چوک یادګار مارکېټ چې په پاکستان کې د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې درېیم لوی مارکېټ ګڼل کېږي، ‌‌‌‌‌‌ډېری کاروباریان یې افغانان دي.

د پاکستان حکومت وایي، چې دغلته د ‌‌‌‌‌‌ډالرو قاچاق په پراخه کچه روان و او یو شمېر صرافانو دغلته ‌‌‌‌‌‌ډالر زېرمه کول، چې ورسره په بازارونو کې د ‌‌‌‌‌‌ډالرو بیه د کلدارو پر وړاندې ختلې وه.
تر دې وړاندې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر هم ویلي و، چې د دغه هېواد ترهګرو ته په ناقانونه توګه د حوالو له لارې پيسې راځي او د هغه په ټکو باید د دغه کار مخه ونیوله شي.
که څه هم د پاکستان د دغه ګام اخیستلو سره په بازارونو کې د ‌‌‌‌‌‌ډالرو بیه د کلدارو په وړاندې څه نا څه ټيټه شوې؛ خو بیا هم د چوک یادګار صرافان لا هم د حوالو او د بهرنیو اسعارو د بدلولو رابدلولو چارې پټ په پټه پر مخ وړي.
تر دې وړاندې د یوه ‌‌‌‌‌‌ډالر بیه له ۳۲۰ کلدارو جګه شوې وه؛ خو اوس یو شمېر کتونکي وایي، چې د حکومت د دغه وروستي ګام سره د یوه ‌‌‌‌‌‌ډالر بیه شاوخوا ۲۸۰ او ۲۹۰ کلدارو ته راښکته شوې ده.

نور خبرونه

رادیو