د خیبر پښتونخوا پولیس وایي، چې د یوه ستر ترهګریز برید مخه یې نېولې ده

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۹

د خیبر پښتونخوا باړې سیمه کې پولیسو هغه ریکشا نېولې چې وایي، له چاودېدونکو توکو ‌‌‌‌‌‌ډکه وه.
پولیس چارواکي وایي، له دغو توکو سره یې هغه ځانمرګی بریدګر هم نیولی چې غوښتل یې دغه توکي له ګڼه ګوڼې په ‌‌‌‌‌‌ډکه سیمه کې وچوي.

د پولیس چارواکو په وینا، په دغه ریکشا کې شاوخوا دوه سوه کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي بار و، چې باړې ته نږدې د ناله چېک پوست سره نیول شوې ده.


په دغو وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ترهګریز بریدونه زیات شوي، چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو هغو پړه یې د پاکستان تحریک طالبان او داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې پر غاړه اخلي؛ خو پاکستاني چارواکو تل دا ویلي، چې ټول ترهګریز بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلانیږي او وروسته دلته پلې کېږي، هغه ادعاوې چې تل د طالبانو حکومت ردې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو