که څه هم په پاکستان کې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو لپاره نېټه نه ده په ډاکه کړې؛ خو د ټاکنیزو بنسټونو سرچینې وايي، تمه ده چې ټاکنې به د فبرورۍ په دویمه یا درېیمه اونۍ کې ترسره شي.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون (ای سي او) لهخوا د سه شنبې په ورځ خپرې شوې شمېرې ښیې، چې د وروستي زیاتوالي سره به په دغه هېواد کې د رایې ورکوونکو ټول شمېر شاوخوا ۱۲۷ ملیونه تنه وي، چې په ۲۰۱۸ کال کې دغه شمېر ۱۰۶ میلیونه وو.
د ۱۲۷ میلیونه رای ورکوونکو څخه، له ۷۲ میلیونه ډېر رای ورکوونکي په شمال ختیځ پنجاب کې مېشت دي، ورپسې سویلي سند صوبه ده، چې د ۲۶ میلیونو څخه ډېر رایې ورکوونکي لري.
د ښځینه رای ورکوونکو شمیر، چې د ټولو شمېرو ۴۶٪ جوړوي، په ۲۰۱۸ کال کې له ۴۶،۷ میلیونو څخه ۵۸،۵ میلیونو ته لوړ شوی دی.
ولسمشر عارف علوي د پخواني لومړي وزیر شهباز شریف په مشوره قومي اسمبلۍ منحل کړه او د اساسي قانون له مخې یې په ۹۰ ورځو کې دننه یې ټاکنو د قومي رای اچونې لاره هواره کړه.
خو هغه شورا، چې د لومړي وزیر او د ټولو صوبو له وزیرانو څخه جوړه شوې، تېره میاشت یې د دغه هېواد د نويو سرشمېرنو اختلافي پایلې تصویب کړې او دا خبره یقیني کوي، چې ټاکنې به په خپل وخت ترسره نه شي او ښایي لږ تر لږه څلور میاشتې وخت ونیسي، چې په هېواد کې د وروستۍ سرشمېرنې سره سم د نویو حلقو اعلان هم وشي.
په دې توګه اټکلونه داسې دي، چې ټاکنې به تر فبرورۍ مخکې ترسره نه شي.
د دې تر څنګ حکومت د جون په میاشت کې د ټاکنو په قوانینو کې د تعدیل له لارې، ای سي پي ته واک ورکړ، چې په خپلواکه توګه دې د ټاکنو نېټه اعلان کړي.