د لومړي ځل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره لیدلي دي.
جو بایډن تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان له ولسمشرانو سره لیدلي دي.
دا لیدنه په داسې مهال کیږي، چې سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له روسي پلاوي سره د لیدنې هېڅ تصمیم نه لري.
روسیه د یادو پنځو هېوادونو له سترو ملاتړو هېوادونو څخه ګڼل کیږي.
د ای بي سي خبري شبکې د واشنګټن ډي سي څانګې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر دغه ناسته یوه تاریخي ناسته بللې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به خپله دغه همکاري لا پسې وغځوي.
هغه وویل: " په داسې حالاتو کې دا ډول لیدنې کتنې اغېزناکه او د نړۍ لپاره ګټورې دي".
د بایډن په خبره، دا ډول ناستې به د نړۍوال تروریزم پر وړاندې په شریکه مبارزه کې ګټورې ثابتې شي او امریکا ژمنه ده، چې په سیمه کې امنیتي ملاتړ پراخ کړي.
نوموړي وویل؛ ټولې خواوې باید د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره هڅې وکړي او دغه ډول ناستې یو ښه فرصت کېدلی شي.
د امریکا د ولسمشر او منځنۍ اسیا هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ دا ناسته په داسې مهال کیږي، چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو امنیتي اړیکې له روسیې سره اوږده مخینه لري او د اقتصاد څو بعديزې اړیکې یې له چین سره خوندي دي.