انتوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ د ایران له بنده د پنځو امریکایي وګړو خوشې کېدو ته په اشارې سره وویل، چې هغوی له کلونو راهیسې په ناقانونه او ظالمانه توګه بندیان شوي وو.
هغه ټینګار وکړ، چې ایران او نور رژیمونه به له بېلابېلو لارو د امریکایانو د ناقانونه نیونې په اړه ځواب ورکولو ته اړ کړو.
د پنځو امریکايي وګړو د خوشې کولو په اړه د ایران او امریکا تر منځ له مخکینۍ هوکړې وروسته، په سویلي کوریا کې د ایران د ۶ ملیاردو ډالرو په ارزښت او د اسلامي جمهوریت سره تړلي یو شمېر کسان د امریکا له زندانونو خوشې شول.
انتوني بلېنکن په یوې بیانیه کې د هغو ۳۰ امریکايي وګړو خوشې کېدو ته په اشارې سره چې په نا قانونه توګه نیول شوي وو، وویل: «موږ په کور دننه او بهر کې د امریکایي وګړو له خوندیتوب څخه بل لومړیتوب نه لرو.»
نوموړي د دغو پنځو امریکايي وګړو د خوشې کولو په برخه کې د قطر، سویس، سویلي کوریا، بریټانیا او عمان له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دغو خوشې شویو کسانو د ازادۍ جشن لمانځي.
دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي همداراز وویل: "موږ به له خپلو ملګرو سره کار ته دوام ورکړو، چې په راتلونکې کې د یرغمل نیونې مخه ونیسو او ایران او نور رژیمونه به د داسې کړنو په ګډون چې موږ نن ترسره کړ، ځواب ورکوونکی ګڼو."
ښاغلي بلېنکن له ایرانه وغوښتل، د هغه څه په اړه چې باب لوینسون ته پېښ شوي وو بشپړ راپور ورکړي.
باب لوینسون د ۱۳۸۵ کال په کب میاشت له دوبۍ څخه کېش ټاپو ته له الوتنې وروسته ورک شو.
د دغه امریکايي وګړي کورنۍ د ۱۳۹۹ کال په وري میاشت کې پر فیسبوک پاڼې د هغه د مړینې خبر خپور کړ.
د دوی په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لیوینسون د مړینې لامل لا هم مالوم نه دی؛ خو د هغه مړینه د کرونا له خپرېدو مخکې شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې انتوني بلېنکن امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته سفر ونه کړي.
هغه ایران ته د نورو امریکایانو د سفر په اړه چې له ورته احتمالي پېښې سره به مخ شي خبرداری ورکړ.
هغه وویل، چې امریکايي وګړي باید په هیڅ ډول ایران ته سفر ونه کړي او په ایران کې یې له مېشتو امریکايانو وغوښتل چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.
امریکا له اسلامي جمهوریت سره د بندیانو له تبادلې وروسته پر محمود احمدي نژاد او د استخباراتو پر وزارت نوي بندیزونه ولګول.
جوبایډن د دوشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې د احمدي نژاد او د استخباراتو پر وزارت د «نا قانونه نیونو» د لاس لرلو له امله د بندیزونو د لګولو خبر ورکړ او لیکلي یې دي، چې موږ به په سیمه کې د ایران د پاروونکو اقدامونو له امله د ایران پر ضد لګښتونو ته دوام ورکړو.