د م م عمومي اسامبلۍ په څنډو کې د چاپیریال ساتنې زرګونو ملاتړو په نیویارک کې لاریون وکړ

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۷

د اقلیم بدلون په تړاو زرګونو اعتراض کونکو د نیویارک په منهټن کې په لاریونونو سره "د چاپیریال اوونۍ" پیل کړه.

دوی د امریکا له ولسمشر او نورو هیوادو له مشرانو څخه چې روانه اوونۍ په نیویارک کې غونډه کوي وغوښتل چې د فوسیل سوند توکو کارول و دروي.

اټکل کیږي چې د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۵ زره لاریون کوونکي واټونو ته راوتلي و.

دوی د "فوسیل سوند توکو کارول بند کړئ"، "فوسیل سوند توکي وژونکي دي" او "د اقلیم اضطراري حالت اعلان کړئ" په شعارونو سره لاریون وکړ.

په نیویارک کې د یکشنبې ورځې لاریون د نړۍ د تودوخې پر ضد د نړیوال احتجاج یوه برخه ده.

د اقلیم ډله چې یو خپلواک سازمان ده، وايي چې دا به په روانه اوونۍ کې د متحده ایالاتو، آلمان، انګلستان او سویلي کوریا په ګډون په ۵۴ هیوادونو کې له ۵۰۰څخه ډیر لاریونونه ترسره کړي.

ډیری پوهان په دې باور دي، ګلخانه یي ګازونه چې د فوسیل سوند توکو څخه سرچینه اخلي، د نړۍ د تودوخې لامل شوي، چې په پایله کې یې هیوادونه د پخوا په پرتله د ډیرو ویجاړونکو طوفانونو، د تودوخې سختو څپو، سیلابونو، د ځنګلونو اورونو او وچکالۍ شاهد دي.

د دوی په اند، بیوزلې هیوادونه د بډایه هیوادونو په پرتله د اقلیم د بدلون څخه ډیر زیانمن کیږي.

دغه پوهان حکومتونو ته مشوره ورکوي چې د کاربن ډای اکسایډ د تولید د کمولو لپاره دې جدي هڅې وکړي.

نور خبرونه

رادیو