د اروپايي کمیسیون مشر: ایټالیا ته مو د کډوالو راتګ د مخنیوي لپاره نوی پلان جوړ کړی

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۷

په تېره اوونۍ کې ايټاليا ته د زرګونو کډوالو له رسېدو وروسته، د اروپايي کمېسيون مشر ژمنه وکړه چې له ايټاليا سره به د کډوالو د کړکېچ د هواري په برخه کې همکاري وکړي.

اورزلا فون ډرلاین وویل، دغې برخې ته يې بشپړ پام اړولی دی.

اورزلا فون ډرلاین وویل چې دوی یو نوی پلان لري چې ایټالیا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه ونیسي.

سږ کال شاوخوا ۱۲۶ زره کډوال ایټالیا ته ننوتلي دي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

په ایټالیا کې د لامپډوسا کوچنیټاپو په روانه اوونۍ کې د اوه زرو څخه د زیاتو کډوالو د راتګ شاهده و، چې دا شمېر د یاد ټاپو د هلته اوسیدونکي نفوس څخه ډیر دی.

فون ډرلاین د ایټالیې له لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني سره په کتنه کې وویل: «په ناقانونه توګه کډوالي یوه اروپایي ننګونه ده او د اروپا غبرګون ته اړتیا لري.»

هغه د ایټالیا لومړۍ وزیرې ته وویل:«مونږ له یو بل سره ولاړ یو او تاسو کولی شئ په اروپایي اتحادیې حساب بشپړ وکړئ.»

د کډوالو د راتګ زیاتوالی د ایټالیا د لومړۍ وزیرې لپاره یوه لویه سیاسي ننګونه ګرځیدلې ده.

نوموړې چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې واک ته ورسېده، د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه یې د خپل هدف یوه برخه ګرځولې ده.

هغې د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې، اروپا ته د خلکو د راتګ مخنیوی سمه تګلاره ده، نه دا چې په ټوله اروپا کې دې کډوال وویشل شي.

هغه لس ماده ییز پلان چې اروپایی اتحادیه ایټالیا ته د ناقانونه کډوالو د کړکیچ سره د مقابلې لپاره ترلاس لاندې نیسي، د اروپا د پولو د ساتنې ادارې (فرونټکس) کارول شامل دي چې هغه کډوال وپیژندل شي چې ایټالیا ته ځي او د پناه غوښتنې وړ نه وي، بیرته راستانه کړي.

فون ډرلاین وویل، فرونټیکس به د پناه غوښتونکو د کښتیو سمندري او هوایيڅارنه زیاته کړي او د انسانانو د قاچاق وړونکو د ځپلو لپاره به هم هڅو ته همداراز دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د دې پلان په اړه یې تر دې وړاندې هم د اروپايي ټولنې له یو شمېر مشرانو سره خبرې کړې دي او د هغوی د ملاتړ ډاډ لري.

د اروپايي کمیسیون مشر ژمنه وکړه چې د پناه غوښتونکو لپاره قانوني لارو ته لاسرسی زیات کړي او د قاچاق وړونکو په وړاندې مبارزه وکړي.

هغه وویل: «هرڅومره چې موږ د قانوني کډوالۍ سره ښه یو، هغومره به د ناقانونه کډوالۍ پروړاندې سخت دریځ نیسو.»

نور خبرونه

رادیو