د روسیې لپاره د م.م ځانګړې راپور ورکوونکې: روسیې د مدني او بشري حقونو فعالان شکنجه کړي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۷

د بشري حقونو په برخه کې د روسیې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ماریانا کتزروا وايي، چې روسيې په پراخه کچه له اوکراین سره د جګړې منتقدین، د بشري او مدني حقونو فعالان نیولي دي.

نوموړې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې روسیې د اوکراین د جګړې له پیله په سیستماتیک ډول خپله روسي مدني ټولنه ځپلې او منتقدین یې ډارولي دي.

د ملګرو ملتونو یادې راپور ورکوونکې زیاته کړې، چې روسیې په دوامداره ډول یو شمېر مدني فعالین شکنجه کړي او حتا ځینې یې د مرګ له ګواښ سره هم مخ دي.

له تېرو نېږدې دوو لسیزو راپه دېخوا دا لومړی ځل دی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دغه نړۍوال سازمان د پنځو دایمي غړو”امریکا، فرانسه، چین، برېتانیا او روسیه” هېوادونو څخه یې په یو هېواد کې بشري وضعیت ارزوي.

په دغه راپور کې راغلي، چې ملګرو ملتونو په روسیه کې یو شمېر قانوني محدودیتونه مستند کړي دي، چې له مخې یې د مدني ټولنې غړي او بشري حقونو فعالان په دې تور چې دوی د جګړې مخالف دي د روسیې د حکومت له خوا ځپل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په روسیه کې په جبري ډول د یو شمېر خپلواکو رسنیو فعالیت هم محدود شوی دی.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر وړاندې د روسیې د حکومت ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو راپور نه دی لوستی.

له دې وړاندې هم یو شمېر نړۍوالو بنسټونو روسیه په اوکراین کې په بشري جنایت تورنه کړې وه، خو د روسیې ولسمشر پوتین او ګڼو نورو چارواکو د نړۍوالو خپلواکو بنسټونو دغه تورونه یوازې ادعاوې ګڼلې وې.

نور خبرونه

رادیو