لاوروف: امریکا له روسیې سره جګړه کوي خو "لاس او بدن" د اوکراین دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۷

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ادعا کوي چې امریکا د اوکراین د جګړې مدیریت کوي.

نوموړي د واشنګټن له لوري کییف ته د استول شوو وسلو، په اړه وویل: «امریکا په حقیقت کې د روسیې پروړاندې "د اوکراین په لاس او بدن " جګړه کوي.»

سرګي لاوروف د یکشنیې په ورځ د (وږي په ۲۶مه) د راشیا ۱ تلویزیون سره په مرکه کې ټینګار وکړ: «امریکا يې چې هر څومره رودوي، خو په اوکران کې له روسیې سره جنګیږي.»

نوموړي کییف ته د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د استولو د احتمال په اړه دپوښتنې په ځواب کې وویل: «له کلونو راهیسې، امریکا د روسیې د ماتولو لپاره د اوکراین له لوري د نیابتي جګړې لپاره چمتوالی نیسي.»

نوموړي د خپلو څرګندونو د توجیه کولو لپاره وویل، چې «امریکا اوکراین ته بېلابېلې وسلې، مهمات او معلومات ورکړي دي.»

د راپورونو له مخې، شونې ده چې امریکا به ډېر ژر کیف ته د ۳۰۰ کیلومترو واټن ویشتونکي توغندي د هغو وسلو سربېره ورکړي چې اوکراین ته یې له مخکې ورکړې دي.

په دې وروستیو کې پولیټیکو ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې اوکراین غواړي دغه توغندي ژر تر ژره ور وسپارل شي.

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې له امریکايي چارواکو سره وګوري.

نور خبرونه

رادیو