په برازیل کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۶

د برازیل چارواکو اعلان کړی چې د دغه هیواد په امازوناس ایالت کې د یوې وړې الوتکې د لوېدو په پایله کې ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د الوتکې د لوېدو لامل لا نه دی څرګند خو ويل کيږي چې په یوه ځنګل کې را پرېوتې ده.

د دغه ایالت د والي په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ د (وږي۲۵مه ) د بارسلوس په ښار کې را منځته شوې او قربانیان یې برازیلي سیلانیان او د الوتکې دوه عمله دي.

چارواکې وايي، د الوتکې د لوېدو لامل لا نه دی معلوم خو په دې برخه کې يې پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د یادې پېښې نور جزیان نه دي په ډاګه شوي.

نور خبرونه

رادیو