ډان ورځپاڼې د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د پاکستان دولتي هوايي شرکت د دیوالیه کېدو په حال کې دی.
دغې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان موقت لومړي وزیر انورالحق کاکړ د دغه شرکت د خصوصي کولو بهیر د ګړندي کولو لپاره هڅوونکي امرونه صادر کړي.
د ډان ورځپاڼې په سرمقاله کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې راغلي، چې د پاکستان نړۍوال هوايي شرکت (پي ای اې) ۷۴۳ میلیارده کلدارې پوروړی دی.
دا شمېره د شرکت د ټولو شتمنیو د ارزښت پنځه برابره ده.
ډان ورځپاڼې لیکلي، چې دغه دولتي شرکت په پاکستان کې د خپلو پنځو اېربس (اې۳۲۰) الوتکو پوروړو ته یې د سل میلیونه ډالرو د سمدستي ورکړې د نه لرلو په پار حیرانتیا رامنځته کړه.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د پي ای اې یوه لوړ پوړي مدیر خبرداری ورکړی، چې که د پور د ادا کولو لپاره بېړنۍ بودجه چمتو نه شي د ملي هوايي شرکت عملیات به وځنډول شي.
د پاکستان د هوایي چلند وزارت د پي ای اې د مالي ستونزو څخه د خلاصون لپاره د ۲۳ ملیارد ډالرو سمدستي نغدو پیسو او همدارنګه کورنیو ادارو ته د مالیاتو او خدمتونو د لګښتونو ځنډول غواړي.
حکومت هڅه کوي، چې د پاکستان نړۍوال هوايي شرکت له دغه ناورین څخه وباسي او د ډان د سرمقالې لیکونکي په وینا، یوازینۍ حل لاره د دغه شرکت خصوصي کول دي.
د پاکستان دغه نړۍوال هوايي شرکت لومړنی دولتي هوايي شرکت دی، چې په ۱۹۵۴ کال کې یې له هند څخه د دغه هېواد له خپلواکۍ وروسته لومړۍ الوتنه وکړه.