د جرمني د کورنیو چارو وزیره وايي، د هغو پناه غوښتونکو او مهاجرو منلو ته به دوام ورکړي چې تازه ایټالیا ته رسېږي.
د اروپايي اتحاديې د پيوستون د پلان له مخې جرمني د ايټاليا په څېر هېوادونو څخه د مهاجرو منلو ته ژمن دی، خو د چارشنبې په ورځ يې دغه تړون وځنډاوه.
برلین درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې له روم سره خپل هغه دوطلبانه تړون ځنډوي چې له مخې یې ایټالیا ته تازه رسېدلي پناه غوښتونکي مني.
د اروپايي اتحاديې د پيوستون د پلان له مخې جرمني ژمنه کړې وه، چې د ايټاليا په څېر له هغو هېوادونو څخه چې د مهاجرو تر فشار لاندې دي ۳۵۰۰ کسان ومني.
جرمني وايي ايټاليا د دوبلين د مقرراتو له مخې خپل مکلفيتونه نه دي پوره کړي، چې له مخې يې د اروپايي ټولنې غړي هېواد ته د لومړي ځل رسيدو پر مهال د پناه غوښتنې درخواستونه پروسس کوي.
خو د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د جرمني خبري اژانس ARD ته وویل، چې د ایټالیا کوچني ټاپو لامپډوسا ته د زرګونو مهاجرو وروستي رسیدل په دې مانا دي چې جرمني به یې د پناه غوښتنې خواست ومني.
مېرمن فایزر زیاته کړه: «زموږ د دې پروګرام د ځنډولو دلیل دا دی چې ایټالیا د ډوبلین د کړنلارې پر اساس د خلکو (پناه غوښتونکو / کډوالو) منلو ته هیڅ لیوالتیا نه ده ښودلې. ښکاره ده چې موږ به په خپلې ژمنې عمل کوو».
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د جمعې په ورځ له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د اړتیا پر مهال دې د مدیترانې سمندرګي له لارې د شمالي افریقا د کډوالو د مخنیوي لپاره یو سمندري ماموریت جوړ کړي.
هغې د ايټاليا لامپدوسا ټاپو ته د مهاجرينو د راتګ د زياتوالي په غبرګون کې د سختو اقداماتو ژمنه وکړه. دې ټاپو ته د ۷ زره کډوالو په راتګ سره، ځایي سیاستوالو د مرستې غوښتنه وکړه.
د انسا خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د ایټالیا ساحلي ساتونکو په یوه کښتۍ چې کډوال یې دې ټاپو ته لیږدول یو نوی زیږیدلی ماشوم موندلی دی.