خبریاله او د ایران د حکومت پر ضد فعاله مسیح علي نژاد د امریکا د کانګرس په یوې غونډه کې دغه موضوع ډاګه کړه، د بایډن حکومت له هغې غوښتي چې د ایران د ګواښونو له امله دې خپل هویت بدل کړي او ځان ورک کړي.
مېرمن علي نژاد د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۳ مه نېټه په هغې غونډه کې چې د امریکا په کانګرس کې د ایران د دښمنانه کړنو د بیا کتنې په اړه جوړه شوې وه وویل، دا هغه څه دي چې اسلامي جمهوریت یې غواړي او زیاته یې کړه چې هغه به دغه وړاندیز ونه مني او پر وړاندې به یې غلې پاتې نه شي.
نوموړې چې د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې هم فعالیت کوي وویل، چې سږ کال سپینې ماڼۍ ورته خبرداری ورکړی چې په امریکا کې یې ژوند ته تر یو دېرشو زیات ګواښونه پېښ وو.
د ایران د اسلامي جمهوریت دغه مخالفه فعاله له دې مخکې هم د ایران د ګڼو ګواښونو هدف وه.
د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په میاشت کې ۲۳ کلن خالد مهدي اف له یوه کلاشینکوف سره د نیویارک د بروکلېن په ګاونډ کې د مېرمن علي نژاد د کور مخې ته ونیول شو.
د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې د امریکا د عدلیې وزارت د مسیح علي نژاد د قتل په قضیه کې د نیول شویو درېیو مشکوکو کسانو د نومونو او انځورونو په خپرولو سره اعلان وکړ، چې دغو درېیو کسانو د ایران په لارښوونه دستور اخیستی و.
د امریکا د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د نیول شویو تورنو نومونه رفعت امیروف، پولاد امیروف او خالد مهدي اف دي.
د امریکا د لوی څارنوال مریک ګارلېنډ په وینا، دغه درې کسان د ایران په لارښوونه راغلي و او دوی د ایران له حکومت سره د اړیکو په لرلو او په ختیځه اروپا کې د یوه جنایي سازمان په غړيتوب تورن دي.
دغه درې تنه تورن کسان په داسې حال کې نیول کېږي، چې د ۱۴۰۰ کال په چنګاښ میاشت کې د امریکا له خاورې د مېرمن علي نژاد پر وړاندې د دسیسې کشف او ایران ته د هغې د لېږدولو په اړه غبرګونونه راپارولي وو؛ خو اېف بي ای اعلان وکړ، چې دغه دسیسه یې شنډه کړې ده.
د امریکا د عدلیې وزارت د بیانیې له مخې، د ایران استخباراتي دستګاه د ۲۰۲۰ کال د جون له میاشتې راهیسې د علي نژاد د تښتولو او د وینزویلا له لارې یې ایران ته د لېږدولو پلان درلود او په دې موده کې دوی د مسیح علي نژاد له کور او د هغې د ټولې شاوخوا سیمې څارنه کوله.