د بریتانیا پولیسو درې کسان د یوې لس کلنې نجلۍ د وژنې په تور نیولي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۴

د بريتانيا پوليسو د جمعې په ورځ (د وږي ٢٤مه) د يوې لس کلنې نجلۍ سارا شريف د وژلو په تور درې تنه نيولي دي. د سارا پلار عرفان شریف هم په دې قضیه کې له تورنو کسانو څخه دی.

د سارا مړی یوه میاشت وړاندې د لندن سویل لویدیځ ته په ووکینګ ښار کې په خپل کور کې وموندل شو.

د سارا پلار ۴۱ کلن عرفان شریف، د هغې میره ۲۹ کلنه بیناش بتول او تره یې ۲۸ کلن فیصل ملک له پېښې یوه ورځ مخکې پاکستان ته تللي وو.

دغه کسان د چهارشنبې په ورځ بریتانیا ته راستانه شوي او د دوبۍ له هوايي ډګر څخه د لندن ګاتویک هوايي ډګر ته له رسیدو وروسته ونیول شول.

د ساري پولیس وايي، دغه درې کسان د یوه ماشوم د وژلو او یا د وژلو د زمینې د برابرولو په تور نیول شوي دي.

تمه کیږي چې دوی به د جمعې په ورځ د ګیلډفورډ محکمې ته حاضر شي.

د پولیسو په بیان کې ویل شوي: «د سارا مور ته د نویو پرمختګونو په اړه خبر ورکړل شوی دی».

نور خبرونه

رادیو