پولیټیکو مجله: اټکل کېږي، چې زیلینسکي او د روسیې استازي به خبرو اترو ته سره کیني

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۴

پولیټیکو راپور ورکړی، که چیرې د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه راتلونکې اونۍ جوړه شي، اټکل کېږي چې زیلینسکي او د روسیې استازي به خبرو اترو ته سره کیني.

د راپورونو له مخې، ښاغلی زیلینسکي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ځي.

روسیې هم په دې غونډه کې د خپل پلاوي شتون تایید کړی دی.

مسکو اعلان کړی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به نیویارک ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه به د سېپټمبر په ۱۹مه جوړه شي.

تمه کېږي، چې د امنیت شورا به هم د اوکراین په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

یوه لوړپوړي اوکرایني چارواکي پولیټیکو ته ویلي، ولادیمیر زیلینسکي هیله لري چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله او نورو غونډو کې خپل دریځ روښانه کړي.

پولیټیکو لیکي، هغه یو ماموریت لري چې د ځینو هېوادونو یوه ډله قانع کړي، چې د روسیې په وړاندې د کییف ملاتړ وکړي.

دغه خپرندویه سرچینه چې په سر کې یې د اوکراین یو لوړ پوړی چارواکی دی، وایي: موږ باید ډېر هېوادونه له ځان سره ملګري کړو.

نور خبرونه

رادیو