سپینې ماڼۍ له ایران سره د بندیانو د تبادلې هوکړې په دفاع کې چې سختې نیوکې يې راپارولې وې، وویل چې دغه هوکړه پر ایران د بندیزونو په برخه کې اغیز نه لري.
د امریکا او ایران تر منځ له نږدې یوې میاشتې راهیسې د بندیانو تبادلې په اړه خبرې روانې وې.
نيوکه کوونکي وايي، امریکا له سویلي کوریا څخه قطر ته د شپږو میلیاردو ډالرو ایراني پیسو د لېږدولو لپاره په بندیزونه سترګې پټې کړې.
د هغو اسنادو له مخې چې رویټرز د دوشنبې په ورځ لیدلي و، د امریکا متحده ایالاتو بندیزونه لیرې کړل او اجازه یې ورکړه چې په سویلي کوریا کې ګنګل شوې 6 ملیارد ډالر ایراني پیسې قطر ته ولیږدول شي، دا هغه اړين ګام و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې لپاره پرې هوکړه شوې وه.
د دغې هوکړې له مخې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې په ډاګه شوه، ایران به د خپلو پیسو د خلاصون او په امریکايي زندانونو کې د پنځو ایرانیانو د خوشي کولو په بدل کې پنځه امریکايي اتباع خوشې کوي.
خو د سپینې ماڼۍ د امنیت ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «دا د پيسو ورکړه نه ده، دا باج هم نه دی. دا د امریکا مالیه ورکوونکو ډالر نه دي. موږ د ایران په وړاندې د خپلو بندیزونو یوه برخه هم نه ده لرې کړې.»
جمهوري غوښتونکو پر دغه تړون سختې نیوکې کړې او دا یې ایران ته باج ورکول بللي دي، چې امریکايي اتباع دې بندیانوي او د مالي امتیازاتو په بدل کې دې بیا بېرته خوشي کوي.