د هند په سویل کې د یوه نادره ویروس له امله ښوونځي او سیمه‌ییزې دولتي ادارې وتړل شوې

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۳

د هند د سویلي ایالت کېرالا سیمه‌ییز حکومت وروسته له هغه ښوونځي، دولتي دفترونه او سیمه‌ییز ټرانسپورټ تړلي چې د نیپا ویروس له امله دوه کسانو ساه ورکړه.
چارواکو ویلي، چې دوه لویان او یو بل ماشوم هم په دغه ویروس اخته شوي دي.

د هند روغتیایی چارواکو د چهارشنبې په ماښام وویل، چې د روغتون د ۱۵۳ کارکوونکو په ګډون شاوخوا ۷۰۶ کسانو ازمېښتي معاینې کړې دي.
ویل کېږي، چې د نیپا ویروس د چمګو، خنزیر او نورو اخته کسانو د بدن د مایعاتو سره د تماس له لارې لېږدول کېږي.
د کېرالا اعلی وزیر پینارایي ویجایاڼ په خپل یوه بیان کې وویل، چې ممکن د ډېرو نورو کسانو ازمېښتي معاینې هم ترسره شي او له خلکو یې وغوښتل، چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې په عامه غونډو کې له برخې اخیستنې او ګډونه ډډه وکړي.
د هندي چارواکو په وینا، دا ویروس مخکې په بنګله دېش کې پېژندل شوی و.
یوه هندي روغتیایی چارواکي ویلي، چې د دوی د موندنو له مخې د دغه ویروس لومړی قرباني په کېرالا ایالت کې د میوو کرونده‌ګر و.
د هغه په وينا، دويم قرباني په روغتون کې له دغه کرونده‌ګر سره له تماس وروسته په ويروس اخته شو.
د نیپا ویروس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۹ کال کې د هغو خنزیر لرونکو او نورو خلکو منځ کې وپېژندل شو، چې له څارویو سره یې نږدې اړیکې درلودې.
په ۲۰۱۸ کال کې هم د هند په کېرالا ایالت کې دغه ناروغي خپره شوه او د ۲۳ اخته کسانو څخه ۲۱ تنه یې مړه کړي وو.

نور خبرونه

رادیو