سعودي عربستان دوه افسران د «خیانت» په تور اعدام کړل

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۳

د سعودي عربستان دفاع وزارت د پنجشبې په ورځ خپل دوه پوځي افسران هېواد ته د «خیانت» په تور اعدام کړل.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، دا دوه پوځي افسران چې یو پیلوټ او بل ډلګۍ مشر و پر ۲۰۱۷ کال نیول شوي وو.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دې کسانو ته د «خیانت او د ملي ګټو او پوځي شرافت د نه ساتلو» په تور د اعدام سزا ور کړل شوه.

د بښنې نړیواله اداره خپله کلنۍ ارزونه کې وايي، سعودي پر ۲۰۲۲ کال ۱۹۶ کسان اعدام کړي او دا له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د دغه هېواد کې په یو کال کې تر ټولو ډېر اعدام دی.

نور خبرونه

رادیو