د تایوان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د چین د هوایي ځواک ۴۰ الوتکې د دغه ټاپو د هوايي دفاع سیمې ته ننوتلې دي.
دغه وزارت په خپله اعلامیه کې زیاتوی چې ډیری دا الوتکې د تایوان سویل او باشي چینل لور ته لاړې.
د تایوان د دفاع وزارت د نقشې له مخې، لږترلږه څلور الوتکې هم د دې ټاپو شمال لویدیځ ته د تایوان تنګي له منځنۍ کرښې تیرې شوې دي.
د تایوان دفاع وزارت پرون هم ویلي و چې د چین ۲۸ الوتکې د دغه هېواد هوايي دفاع سیمې ته ننوتلې، ځینې یې له باشي کانال تېرې شوې او په ارام سمندر کې یې د چین د شاندونګ الوتک وړونکې بېړۍ په مانورو کې یې ګډون وکړ.
دغه وزارت ویلي چې تایواني ځواکونو له حالت ترویتولو سره د خپل هوايي ځواک الوتکې پورته کړې او دافع هوا سیستم یې چالو یا فعال کړ.
تایوان خپلې هوايي دفاع سیمې ته د چینايي الوتکو ننوتل د بېجینګ له خوا د تایپه د ځورولو برخه بولي.
چین تایوان خپله خاوره بولي او په تېرو دریو کلونو کې یې د دې ټاپو شاوخوا سیمه کې پوځي مانورې ډېرې کړې دي.