د لیبیا سره صلیب د شمال ختیځ په سېلابونو کې د ۵۰۰۰ کسانو د وژل کېدو له احتماله خبر ورکړی

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۲

د لیبیا سره صلیب اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې د سېلابونو د راوتو له کبله احتمالأ لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسان به مړه شوي وي.
له دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې لږ تر لږه ۱۰ زره نور کسان په دغو سیمو کې تري تم دي.

ویل کېږي، چې د لیبیا د درنا ښار یو پر څلورمه برخه ویجاړه شوې ده.
د تېرې یکشنبې شپې د سختو بارانونو او توپانونو په دوام، د لیبیا په ختیځ کې یې دوه د اوبو بندونه نړولي چې له امله یې پراخه سېلابونه راووتل.
د درنا ښار چې د دغو سېلابونو له کبله تر ټولو ډېر ویجاړ شوی، یوه سېند په دوو برخو وېشلی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې د بېړني غبرګون ‌‌‌‌‌‌ډلې د پېښې ځای ته رسیدلي دي.
لیبیا له سیاسي اړخه په دوو ختیځ او لویدیځ برخو وېشل شوې ده. د نړۍوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت د لیبیا په ختیځ کنټرول نه‌لري؛ خو خپلې مرستې یې درنا ښار ته لېږلې دي.

نور خبرونه

رادیو