ډنمارک د روسیې د روغتیا وزیر مرستیال اولګ سالاګای ته اجازه ورنه کړه، چې دغه هېواد ته داخل شي. دغه روسي چارواکي پلان درلود، چې په کوپنهاګن کې د روغتیا د نړۍوال سازمان په غونډه کې برخه واخلي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) د دوو ورځو لپاره په کوپنهاګن کې ترسره شوې ده.
د رشیا ټوډي خبري شبکې په کوپنهاګن کې د روسي ډېپلوماټانو په حواله لیکلي دي: "د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۴مې د روغتیا د نړۍوال سازمان سیمه ییزه غونډه په کوپنهاګن کې جوړیږي. تمه وه چې د روسیې د روغتیا مرستیال وزیر هم په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو په هوایي ډګر کې یې ډنمارک ته د ننوتو مخه ونیول شوه".
په کوپنهاګن کې د روسیې سفارت د ډنمارک د حکومت دغه کړنه «بې شرمانه» بللې ده.
روسیې ټینګار کړی، چې د دې پېښې په اړه د ډنمارک له چارواکو څخه د وضاحت او بخښنې په لټه کې دی.
ډنمارک د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان، (ناټو) غړی دی او په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته یې له کیف څخه پوځي ملاټړ کړی دی.