جوبایډن له امریکایانو غوښتي، چې له افراط پرته د سېپټمبر د ۱۱مې قربانیانو د یاد درناوی وکړي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۱

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ، له امریکایانو وغوښتل، چې "د نفاق او تفرقې زهرجن سیاست" ته غاړه مه ږدئ او افراطیت ته د نه ویلو سره د ۲۲ کاله دمخه بریدونو د قربانیانو یاد ته درناوی وکړئ.

د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.
بایډن چې تمه کېږي، د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو د دویم پړاو لپاره ټاکنیز کمپاین پیل کړي، د الاسکا په یوې پوځي اډه کې شاوخوا زرو امریکايي پوځیانو ته په خطاب کې وویل، په کار نه ده چې د یوې ملي تراژېدۍ د نمانځلو پر مهال د ملی یوالي له ځواکمنتیا کار واخلو.
بایډن په امریکا کې "د کرکې، افراطیت او سیاسي تاوتریخوالي زیاتوالی وغانده.
داسې کره شواهد شته، چې امریکا له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې په سیاسي تاوتریخوالي کې له ستر او دوامداره زیاتولي سره لاس او ګرېوان ده.
د سېپټمبر د یوولسمې بریدونه له ۱۹۴۱ کال راهیسې چې جاپاني ځواکونو پر هاربر برید وکړ، په امریکا کې تر ټولو بد برید دی او په هغه برید کې ۲۴۰۰ کسان ووژل شول.
د سېپټمبر یوولسمې برید د دې لامل شو، چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر افغانستان برید وکړي او ورسره د «ترهګرۍ ضد نړۍواله جگړه» پیل کړي.
امریکايي ځواکونه د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د موندلو لپاره افغانستان ته ولاړل؛ خو بالاخره هغه یې په ۲۰۱۱ کال د پاکستان په اېبټ اباد د ده په خپل کور کې په یوه برید کې وواژه.

نور خبرونه

رادیو