رویټرز: امریکا او ایران د بندیانو او ایران د کنګل شویو زېرمو د آزادولو هوکړې ته نېږدې شوي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

رویټرز د یوه راپور په خپرولو سره، په دوحه کې د خبرو اترو له اتو پړاوونو وروسته د ایران او امریکا تر منځ د هوکړې د احتمال خبر ورکړ.

راتلونکې اوونۍ به دغه دواړه لوري په قطر کې د تبادلې په برخه کې لومړني ګامونه واخلي.

په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ په سویلي کوریا کې د ایران ځنډول شوې پیسې قطر ته ولېږدول شي او تر هغه وروسته به پنځه امریکايي او ایراني بندیان تبادله شي.

د رویټرز خبري اژانس په دې راپور کې د یکشنبې په ورځ له څلورو ایراني چارواکو، دوو امریکايي سرچینو او یوه بل لویدیځوال لوړپوړي ډیپلوماټ سره د مرکو پر بنسټ په دوحه کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د خبرو جزئیات چې په جلا جلا هوټلونو کې د قطري استازو په منځګړیتوب ترسره شول، بحث کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به د ایران ۶ میلیارده کنګل شوې شتمنۍ قطري بانکونو ته وسپارل شي او په ایران کې نیول شوي پنځه امریکايانو ته به هم د وتلو اجازه ورکړل شي.

ایران د زمري په نولسمه څلور امریکايي وګړي له بندخونې ازاد او په کورونو کې نظربند وساتل.

د همدې ورځې په پای کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن دغه اقدام د هغه بهير لومړی ګام وباله چې امريکا ته د دوی د ستنېدو لامل کېږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت یوه چارواکی وویل، دغه خبرې اترې د ایران په چارو کې د امریکې د ځانګړي استازي رابرټ مالی، د هغه د مرستیال ابرام پیلي او د ایران د اټومی پروګرام د لوړپوړي مذاکره کوونکي علی باقري په مشرۍ ترسره شوې.

د خبرو اترو مخکني پړاوونه په اټومي مسلو راټول وو، او د خبرو اترو نور پړاوونه بیا د بندیانو په اړه وو.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، هرڅوک پوهیدل چې اټومي خبرې اترې له کړکیچ سره مخ شوې، نو ځکه دوی خپل پام د بندیانو پر موضوع خبرو ته واړوه.

دغه سرچینه زیاتوي چې امریکايي بندیان به له تهران او ایراني بندیان به له امریکا څخه قطر او بیا به ایران ته ولېږدول شي.

د دریو سرچینو په وینا، د قطر حکومت به له دغو آزادو شویو پیسو څخه چې ایران یې په کومو برخو لګوي د بانکي لګښتونو څارنه وکړي چې دغه پیسې یوازې د ایران د بشري اړتیاوو لکه د درملو اخیستلو لپاره وکارول شي.

هدف دا دی چې دا پیسې د متحده ایالاتو د بندیزونو په اړوند برخو و نه لګيږي.

یوه جګپوړي ډیپلومات رویټرز ته وویل، "ایران په پیل کې مالي سرچینو ته په مستقیم ډول د لاسرسي غوښتنه کوله، خو وروسته یې د قطر په منځګړیتوب هوکړې ته غاړه کېښوده.

ویل کیږي چې ایران به خوراکي توکي او درمل اخلي او قطر به يې په مستقیمه توګه پیسې ورکوي.

له دې سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا د بندیانو د تبادلې د کره نیټې په اړه څه و نه ویل.

دغه امریکایي چارواکی وایي چې د ایران په اړه د واشنګټن په عمومي چلند کې کوم بدلون نه دی راغلی او اوس هم د ډیپلوماسۍ د مخنیوی او فشار په اړه متمرکز دی.

اوس، د ایراني شتمنیو لیږد د جمهوري غوښتونکو نیوکې راپارولي او دوی باور لري چې بایډن د امریکایي وګړو د خوشې کولو لپاره تاوان ورکوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دا هوکړه پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو په مانا نه ده او واشنګټن به په سیمه کې د ایران د بې ثباته کوونکو کړنو پر وړاندې کلکې مبارزې ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو