ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون له یو بل سره د لیدو لپاره ختیځې روسیې ته لاړل

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې شمالي کوریا او روسیې تایید کړې چې د دواړو هېوادونو مشران به ډېر ژر سره وویني.

د دغه خبري آژانس د خبر له مخې؛ امریکايي چارواکو ویلي دي چې دوی به د وسلو د تړون په اړه غونډه وکړي.

تر دې مخکې د جنوبي کوریا لوړپوړو چارواکو ویلي وو، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره روسیې ته تللی دی.

ویل کیږي چې ښاغلی کیم د دوشنبې په ماښام (د وږي ۲۰مه) د یوه ځانګړي زغره وال ریل ګاډي په واسطه د روسیې لېرې ختیځ کې د خسان سیمې ته روان شوي دي.

په همدې حال کې داسې رپوټونه ورکول کېږي، چې ښاغلی پوتین به هم د سې شنبې په ورځ د روسیې لېرې ختیځې سیمې ته لاړ شي چې په دې سیمه کې له ښاغلي کیم سره وګوري.

ویل شوي چې د دواړو مشرانو د خبرو موضوع به پر پوځي همکاریو او د وسلو د استولو پر هوکړې متمرکزه وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ امریکايي چارواکو ویلي دي چې د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د وسلو مرسته ورکول به د شمالي کوریا لپاره یوه لویه تېروتنه وي.

شمالي کوریا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په ښکاره یې پر اوکراین د روسیې د پوځي برید ملاتړ کړی دی.

د شمالي کوریا د مشر په دې سفر کې د هغه امنیتي تدابیر د ډېرو رسنیو پام ځانته اړولی دی. د دغه سفر د محرمیت له امله تر اوسه د هغه د سفر په اړه کوم خبر یا رسمي اعلان نه دی شوی.

هغه څه چې تر دې دمه په دې اړه خپاره شوي اکثره د هغو معلوماتو پر بنسټ دي، چې د سویلي کوریا چارواکو د نامعلومو سرچینو په توګه د هېواد رسنیو ته ورکړي.

د ښاغلي کیم د دغه سفر پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي


له بلې خوا جاپاني رسنیو ویلي، چې امنیتي تدابیر سخت شوي او د روسیې په خسان ښار کې د اورګاډي اصلي تم ځای د ترمیم په حال کې دی، ځکه چې د شمالي کوریا مشر به له هغه ځایه روسیې ته ننوځي.

د شمالي کوریا مشر له ندرت سره بهر ته سفر کوي. هرکله چې هغه سفر کوي، د هغه سفر د امنیتي رازونو څخه ډک پاتې کیږي.

نور خبرونه

رادیو