د هند، منځني ختیځ او اروپا ترمنځ اقتصادي دهلېز جوړېږي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۸

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جي ۲۰ سرمشریزه کې د هند، منځني ختیځ او اروپا ترمنځ د اقتصادي دهلېز د جوړېدو اعلان وکړ.

د دې پروژې موخه د بریښنا او پاک هایدروجن د لیږد اسانتیا برابرول او د زیربناوو پراختیا ده.

محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په ډېلي کې د جي ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې وویل، چې دغه اقتصادي پروژه به د منځني ختیځ، اروپا او هندد زیربناوو په اقتصادي پراختیا په ځانګړې توګه د اورګاډي او د بندرونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي.

د سعودي ولیعهد زیاته کړه، چې دا دهلیز به اوږد مهاله کاري فرصتونه برابر کړي او د سوداګرۍ د تبادلې فرصت به هم زیات کړي.

د دې دهلیز په واسطه د نړۍ د انرژۍ د امنیت تامینول یو له بلې موضوع څخه ده چې د سعودي ولیعهد ورته اشاره کړې.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان د لویو وچو په اوږدو کې د شنو دهلیزونو د جوړولو په چوکاټ کې یو تړون لاسلیک کړ.

د دې پروژې په نورو اهدافو کې د انرژۍ د امنیت ټینګول، د سوداګریزو راکړو ورکړو پیاوړتیا او د بندرونو او اورګاډي د نښلولو له لارې د مالونو لېږد زیاتول دي.

سعودي عربستان د دې پروژې په اړه د خبرو اترو په ملاتړ او اسانتیا کې د متحده ایالاتو د رول هرکلی وکړ.

نور خبرونه

رادیو