د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د جي۲۰ ډلې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته ورسید.
ډیلي ته د بایډن له سفر سره سم، په دغه سرمشریزه کې د روسیې او چین د مشرانو ولادیمیر پوتین او شي جین پېنګ نهشتون د نړۍوالو رسنیو پام ځانته اړولی دی.
نړۍوالو خبري اژانسونو د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې هند ته د ښاغلي بایډن سفر په داسې حال کې کېږي، چې د متحده ایالاتو ۸۰ کلن ډیموکراټ ولسمشر پلان لري چې د مخ پر ودې هېوادونو کې د چین د پراخې پانګونې د پروژو لپاره یوه بدیله طرحه وړاندې کړي.
نوموړی به د جي ۲۰ له سرمشریزې مخکې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره دوه اړخیزه ناسته ولري.
د نوي ډیلي په کوربهتوب د جي۲۰ مشرانو غونډې ترسره کول د نړۍ په ځینو برخو کې د هند مخ په زیاتېدونکي ډیپلوماتیک نفوذ او د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د نوي ډیلي منځګړیتوب ښودلو فرصت هم ګڼل کېږي.
له دې سره، په اوکراین باندې د روسیې یرغل، د فوسیل د تېلو تدریجي حذفول او د پورونو د جوړښت بیا تنظیمول هغه څه دي، چې د جي ۲۰ د دوه ورځنۍ سرمشریزې په اجنډا کې شامل دي او ټاکل شوې ده، چې وروستۍ بیانیه به یې د یکشنبې په ورځ خپره شي.
په داسې حال کې چې ښاغلي مودي څو میاشتې مخکې واشنګټن ته سفر کړی و، امریکا له هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي چې د چین په وړاندې ودرېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې د روسي پلاوي مشري کوي، د جمعې په ورځ نوي ډیلي ته ورسېد.
د چینايي پلاوي مشري هم د دغه هېواد لومړی وزیر کوي.
په داسې حال کې چې چین د خپل نفوذ د زیاتېدو او د منځني ختیځ په ګډون په ځینو سیمو کې د امریکا د مخ په زیاتېدونکي نفوذ له ننګونو سره مخ کړی؛ خو د امریکا د خزانې وزیر اعلان وکړ، چې امریکا د چین پر وړاندې د ننګونو څارنه کوي.
د اوکراين جګړې د جي ۲۰ هېوادونو ترمنځ اختلافونه رامنځته کړي او په ورته وخت کې ځينو دغو هېوادونو د دې جګړې په پایله کې په نړۍ کې د غلو دانو د بيو د لا لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې اړه د اروپايي شورا مشر شارل مېشل د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، چې روسیه د تور سمندرګي له لارې د غلو د صادراتو د تړون د عملي کولو له پایته رسولو وروسته د اوکراین پر سمندري بندرونو د بندیز او بریدونو په حال کې ده.
د برېټانیا لومړی وزیر ریشي سوناک چې هندي الاصله دی، هم د جمعې په ورځ نوي ډیلي ته ورسید.
نوموړي تر دې سفر مخکې په اېکس شبکه کې ولیکل چې: "یو ځل بیا پوتین د جي ۲۰ په سرمشریزه کې حاضر نه شو او موږ به د اوکراین ملاتړ وکړو."
هند د جي ۲۰ له مشرانو وغوښتل، چې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د مخ پر ودې هېوادونو سره مالي او تخنیکي مرسته وکړي.