اردوغان له جي شل ډلې غوښتي، چې له اوکراین سره د غلو دانو د تړون د بیا ژوندي کېدو لپاره دې د مسکو ځینې غوښتنې ومني.
د بلومبرګ د راپور له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جي شل ډلې له څو مشرانو غوښتي، چې د مسکو ځینې غوښتنې پوره کړي.
د دغې رسنۍ په وینا، اردوغان د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره د تړلو دروازو تر شا په خبرو اترو کې د غلې دانې تړون د بیا ژوندي کولو هڅه کوي.
د جي شل ډلې د مشرانو غونډه د شنبې په ورځ په ډیلي کې پیل شوه.
د جي شل ډلې هېوادونو ترڅنګ د نړۍ نهو نورو هېوادونو (بنګله دېش، مصر، هسپانیا، موریس، نایجریا، هالنډ، متحده عربي اماراتو، عمان او سینګاپور) مشرانو ته په دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د روسیې تاس خبري اژانس هم خبر ورکړی، چې ترکیې د جي شل ډلې له غړیو هېوادونو غوښتي چې مسکو بیا ځلې د سویفټ سیسټم سره وصل شي.
په ۲۰۲۲ کال کې، اردوغان د هغو غونډو منځګړیتوب کاوه، چې د غلو د موافقې په اړه ترسره شوې وې.
له دې سره، روسیه شاوخوا دوه میاشتې مخکې له دغه تړونه ووتله.
رجب طیب اردوغان د وږي په دیارلسمه نېټه سوچي ته ولاړ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د غلو د موافقې د بیا پیلولو په اړه خبرې اترې وکړې.