د یوګانډا ولسمشر وايي، د ۲۰۲۱ کال له ډیسمبر راهیسې یې له «داعش یا اسلامي دولت سره د تړلې ډلې» ۵۶۷ وسلوال وژلي دي.
یووري موسویني د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې ډلې ۵۰ وسلوال یې نیولي او وسلې یې هم ضبط کړې دي.
د نوموړي په خبره، دا وسلوال له منځه تلونکي دي... دوی له تسلیمېدو پرته بله لار نه لري.
د یوموټی ډیموکراټیک ځواکونو په نوم دا ډله چې یوګانډا یې داعش پلوه بولي، په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې فعاله ده او د کانګو او یوګانډا پرضد بریدونه کوي.
د کانګو له اجازې وروسته یوګانډا د دې ډلې پرضد عملیات پیل کړل چې مرکزونه یې وران اووسلوال یې ووژني او یا یې هم ونیسي.
د یوګانډا ولسمشر د ګاډو د اډو، هوټلونو او مارکېټونو له مسوولانو وغوښتل چې خپل ګراکان یا مشتریان راجسټر کړي او دې سره د دې وسلوالې ډلې د بریدونو مخه ونیسي.