د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسېف) د پنجشنبې په ورځ د پاکې هوا د نړۍوالې ورځې په درشل کې وویل، چې د نړۍ تر ۹۹ سلنه زیات خلک ککړه هوا تنفسوي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، ککړه هوا هر کال شاوخوا ۶،۷ میلیونه کسان وژني.
د وږي د ۱۶مې په مناسبت چې د پاکې هوا له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، یونیسېف په اېکس پاڼه کې په خلکو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته د ککړې هوا د ګواښونو او پایلو په اړه د یوه پیغام په لیکلو سره ویلي، چې ماشومان د نورو پرتله د ککړې هوا له امله ډېر زیان منونکي دي.
د یونیسېف په پاڼه کې د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، ککړه هوا هر کال شاوخوا ۶،۷ میلیونه کسان وژني او شاوخوا ۲.۴ میلیارده کسان د هوا د ککړتیا له ګواښوونکې کچې سره مخامخېږي.
یونیسېف په اوسني وخت کې د هوا ککړتیا د چاپېریال روغتیا ته لوی ګواښ ګڼي او وايي، چې د هوا ککړتیا د مغزي سکتې، زړه ، سرطان او داسې نورو ناروغیو لامل کېږي.
څه موده وړاندې د ای کیوایر په نوم یوې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په نوي سلنه هېوادونو کې د هوا ککړتیا د روغتیا نړۍوال سازمان له ټاکل شوي معیارونو څخه زیاته شوې ده او یوازې ۱۳ هېوادونه او سیمې روغتیایي هوا لري.
یونیسېف د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د پاکې هوا لپاره دې لاس په کار شي.