د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د بنګلور په هوايي ډګر کې د یوه سړي په پنډکي کې څه باندې اویا زهرجن ماران موندل شوي دي.
د بنګلور پولیسو د دغه کس د نیولو خبر ورکړ او ویلي یې دي، چې دغه ماران په کوچنیو بستو کې ځای پر ځای شوي وو.
د بنګلور د هوايي ډګر چارواکي وايي، دغه کس له ټایلنډ څخه هند ته راغلی و او په هوايي ډګر کې د تلاشۍ پر وخت ونیول شو.
د چارواکو په وینا، د تلاشۍ پر مهال د دغه مسافر په پنډ کې ۲۰ کُبرا او شاوخوا ۵۰ نور زهرجن ماران موندل شوي دي.
ویل کېږي، چې دغه سړي د شپږو بیزو ګانو د قاچاق هڅه هم کوله.