سوریایان د دوشنبې په ورځ د بشارالاسد د نسکورېدو او د هغه د وسپنیزې واکمنۍ د پای لومړۍ کالیزه نمانځي.
د دمشق په مرکزي امویانو څلورلار کې رسمي نمانځنې پلان شوې دي، چې ځانګړي مراسم او پوځي پرېډونه هم پکې شامل دي.
اسد یو کال مخکې چې د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ یاغي ځواکونو دمشق ونیو او د هغه واک یې پای ته ورساوه، له سوریې څخه روسیې ته وتښتېد.
د سانا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، الشرع دغه مناسبت د دمشق په اموي جومات کې د سهار له لمانځه پیل کړ.
ویل کېږي چې هغه پوځي یونیفورم اغوستی و، همغه یونیفورم چې د اسلامي ډلي "هیئت تحریر الشام" د مشرۍ پرمهال یې اغوست.
الشرع ژمنه وکړه چې یوه عادلانه او قوي سوریه به جوړوي.

