طالبانو په کاپیسا، پکتیا او پروان ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان د «غلا، اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو دغو کسانو ته له یوه تر دوو کلونو پورې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په بېلابېلو خبرپاڼو کې اعلان کړی، چې له یاد شمېر کسانو څخه یې په کاپیسا ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په ۳۹ دُرو وهلو او دوه کلن بند محکوم کړی دی.
دغې ادارې ویلي، چې په پکتیا کې یې یوې ښځې ته د «اخلاقي فساد» په تور د یو کال بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.
د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ یې په پروان ولایت کې یوې ښځې او دوو نارینهوو ته د «نامشروع اړیکو» په تور هر یوه ته ۱۸ میاشتې بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه کسان د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دُرو وهلي دي او په دې وروستیو کې بیا د طالبانو له لوري خلکو ته د بدنې سزاوو پېښې هم زياتې شوې دي.
دغې ډلې تېره ورځ هم په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

