د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېت ویلي، چې په خوست ولایت کې په عام محضر کې د طالبانو لهخوا د اعدام پرېکړې عملي کول «بېرحمانه او د نړۍوالو قوانینو» خلاف کړنه ده. نوموړي د دغه اقدام د سملاسي مخنیوي غوښتنه کړې ده.
رېچارډ بېنېټ د سېشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان په خوست ولایت کې په عام محضر کې د اعدام د ترسره کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي. بېنېټ ویلي:« په عام محضر کې اعدامونه بېرحمانه، ظالمانه او غیرعادي سزاوې دي او د نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.»
هغه ویلي، دغه ډول سزاوې باید سملاسي ودرول شي. نوموړي لیکلي: «په عام محضر کې اعدامونه د انسانیت خلاف عمل کړنه ده او د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ هېڅ ډول توجیه نهلري، نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې د امنیت او عدالت ملاتړ وکړي.»
د طالبانو د خوست والي رسنیز دفتر پرون دوشنبه (د لېندۍ ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، د طالبانو قضايي ارګانونه د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د یوې پېښې پر تورن د قصاص حکم عملي کوي. طالبانو د ټولو ادارو له مسوولینو، دیني عالمانو او د خپلې ډلې د وسلهوالو ترڅنګ له عامو خلکو هم غوښتي، چې په ټاکلي وخت د خوست ورزشي لوبغالي ته ورشي.
دوی همدراز له ګډونوالو غوښتنه کړې ده، چې لوبغالي ته د کامره لرونکو ټېلفونونو او وسلو سره د ګډون اجازه نهشته او د یادو توکو له راوړلو دې ډډه وکړي. افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې؛ شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې د خوست په عليشېر ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي و، چې د یادې پېښې تورن کس ته طالبان نن د قصاص سزا ورکوي.

