طالبانو نن سېشنبه په خوست ولایت کې هغه کس په عام محضر کې اعدام کړ، چې لس میاشتې وړاندې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د ۱۳ غړو پر وژنې تورن وو. طالبانو د دغه کس د «قصاص» حکم د خوست ورزشي لوبغالي کې ترسره کړ.
د خوست ولایت په ورزشي لوبغالي کې نن سېشنبه هغه کس په عام محضر کې اعدام شو، چې د طالبانو د عدلي او قضايي ارګانونو په وینا لس میاشتې وړاندې یې د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي وژلي وو. د قربانیانو په ډله کې ښځې، نارینه او پنځه ماشومان هم شامل وو.
په خوست کې د طالبانو استیناف محکمې رییس مولوي عینالله خلیل د یاد کس د اعدام غونډې پر مهال په خبرو کې وویل، چې «بېځایه وژنې د سرطان دانې مثال لري او د دې رنځ د مخنیوي لپاره یوازینۍ حل لاره قصاص دی.»
ورته مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په عام محضر کې اعدام «بېرحمانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف» کړنه بللې. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په خوست کې په عام محضر کې د قصاص ترسره کېدل «بېرحمانه، ظالمانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف» کړنه ده.
هغه ټینګار کړی: «په عام محضر کې اعدامونه د انسانیت خلاف کړنې دي او د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ هېڅ ډول توجیه نهلري.» هغه له طالبانو غوښتي، چې دغه ډول سزاوې «سملاسي ودروي».
د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته سزاوې عملي کړې دي.

