د طالبانو د خوست ولایت مقام رسنیز دفتر وايي چې سبا لس بجې د خوست په ورزشي سټېډیوم کې د «قصاص» حکم تطبیقوي.
دوی زیاتوي، چې د طالبانو قضايي ارګانونه د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د یوې پيښې پر تورن د قصاص حکم عملي کوي.
د طالبانو د خوست والي رسنیز دفتر نن دوشنبه، د لیندۍ ۱۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د ټولو ادارو له مسوولینو، دیني عالمانو او د خپلې ډلې د وسلوالو ترڅنګ له عامو خلکو هم غوښتي دي، چې په ټاکلي وخت د خوست ورزشي سټېډیوم ته ورشي.
دوی همدراز له کډونوالو غوښتنه کړې ده، چې سټېډیوم ته د کامره لرونکو ټېلفونونو او وسلو سره د کډون اجازه نشته او له دې توکو له راوړلو دې ډډه وکړي.
- افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې د خوست په عليشيرو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي و، چې ددې پيښې تورن کس ته به د قصاص سزا ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د بخښنې نړیوال سازمان په وروستيو کې يو رپورټ خپور کړی وو چې پکې ويل شوي ول چې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د جګړې اړوند تاوتریخوالی او وژنې کمې شوي خو د شخصي دښمنیو له کبله اوس هم ځینې وخت بې ګناه کسان وژل کېږي.

