د بشري حقونو څار سازمان: د مالي پوځ د وسله‌والو پرضد په بریدونو کې ۳۱ ملکي وګړي وژلي دي

۷ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو څار سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د مالي پوځ د مرکزي سیګو سیمې پر دوو کلیو په بریدونو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژلي دي. دغه سیمه د وسله‌والو جنګیالیو تر کنټرول لاندې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې ویل شوي، لومړی برید د اکتوبر په دویمه نېټه پر کامونا کلي شوی چې له امله یې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي. د راپور له مخې؛ دویم برید د بالي پر کلي شوی، چې په‌کې د یوې ښځې په ګډون لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو