د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیقالله عزیزي د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره د فرهنګي همکاریو او تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه ناسته کړې ده. په دغه ناسته کې دواړه خواوو د افغانستان د لرغونو اثارو خوندي کولو ژمنه کړې.
د دغه وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عتیقالله عزیزي د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره په لیدنه کې د جاپان د هغو هڅو ستاینه وکړه چې د افغانستان د لرغونو فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې لپاره یې ترسره کړې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې دغه مرستې د هېواد د فرهنګي میراث د خوندي کولو لپاره ډېر ارزښت لري.
خبرپاڼې د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي له حوالې لیکلي: «د افغانستان لرغونی تمدن د نړۍوال اهمیت وړ دی او د تاریخي سیمو او اثارو ساتنه یوازې د افغانستان د حکومت مسوولیت نه؛ بلکې د ټولې نړۍوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی.»
خبرپاڼه زیاتوي، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به په دې برخه کې نورې همکارۍ هم پراخې کړي.

