په استرالیا کې هغه کس په بند محکوم شوی چې افغانی الاصله سناتوره یې په مرګ ګواښلې وه

۲ ورځې مخکې

د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې یوې محکمې هغه سړی محکوم کړ، چې د افغانې-اسټرالیایۍ سناتورې فاطمې پیمان د وژلو ګواښ یې کړی و.

۵۱ کلن شان ډیویډ شرمن په خپلو بریښنالیکونو کې نوموړې ته د مرګ ګواښ کړی و.

شرمن د جون په میاشت کې اعتراف وکړ. چې هغه دا بریښنالیکونه میرمن پیمان ته لیږلي دي.

دغه اسټرالیايي وګړي ته د ۱۸ میاشتو بند سزا ورکړل شوه.

قاضي جولیا بارلینګ له شرمن څخه وغوښتل چې دا سزا جدي ونیسي، او زیاته یې کړه: «که تاسې د جرم له سابقې سره محکمې ته راغلي وای، نو ما غوښتل چې د عمر سزا درکړم.»

هغې وویل چې میرمن پیمان ته د بریښنالیکونو محتوا ژوره توهینوونکې او کرکه پاروونکې وه.

شرمن د راپورونو له مخې، میرمن پیمان په پیغامونو کې "کورنۍ ترهګره" او "کرکه لرونکې مسلمانه" بللې وه.

قاضي بارلینګ یادونه وکړه، چې د شرمن له ادعا سره سره چې هغه د بریښنالیک لیږلو پر مهال ځان نشه بللی و، د بریښنالیک متن دقیق او محاسبه شوی و.

د راپورونو له مخې، یاد کس له الکولو څخه د پرهیز کولو دوره هم تیره کړې ده او د خپلې سزا له پای ته رسولو وروسته د الکولو ناوړه ګټه اخیستنې او رواني روغتیا ستونزو لپاره هم درملنې ته اړتیا لري.

فاطمه پیمان په ۲۰۲۲ کال کې د کارګر ګوند غړې په توګه د اسټرالیا سناتوره وټاکل شوه. میرمن پیمان په غزه کې د اسراییل د "نسل وژنې" یوه څرګنده منتقده او د فلسطینیانو ملاتړې ده.

نور خبرونه

رادیو