عراقچي او لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ترینګلتیا غږېدلي

۲ ورځې مخکې

د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ په ټیلیفون خبرې وکړې. دا په یوه اونۍ کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه د دوی دویمه ټیلیفوني اړیکه ده.

نن د طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم اړیکه نیولې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن د دوشنبې په ورځ، د لړم ۲۶مه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې دواړو خواوو په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه ییزو مسایلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان وضعیت، د اسراییل او فلسطین جګړې، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له غونډې وړاندې همغږۍ، او د روسیې او ایران ترمنځ ستراتیژیکې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې، چې پکې ویل شوي په دې تلیفوني تماس کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي:« سرګي لاوروف د سیمه ییزې مشورې او همکارۍ چوکاټ د جوړولو هرکلی وکړ او له تهران سره د نږدې همغږۍ د دوام لپاره یې د مسکو چمتووالی اعلان کړ.»

دواړو خواوو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو په اړه د خبرو جزئیات نه دي ورکړي.

تیره اونۍ، د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او عباس عراقچي له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې خپلې خبرې اترې جاري وساتي.

دوی د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د ډیپلوماټیکو لارو له لارې د طالبانو او پاکستان د اختلافاتو په حل ټینګار وکړ.

په همدې حال کې عباس عراقچي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې د جوړولو له هڅو خبر ورکړ.

نور خبرونه

رادیو