هالیووډ د ټام کروز ۴۵ کلنه سینمایي ونډه د «اسکار» پر افتخاري جایزې ونمانځله

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۶

د رویټرز د راپور له‌مخې، هالیووډ (یکشنبه د لړم ۲۵مه)، نړۍوال فلمي ستوري ټام کروز ته د نږدې نیمې پېړۍ هنري سفر په درناوي افتخاري اسکار جایزه ورکړه. رویټرز لیکلي، چې ۶۳ کلن ټام کروز سره له دې چې دغې جایزې ته څلور ځلي نوماند شوی و، خو دا یې لومړی ځل دی چې د اسکار جایزه ترلاسه کوي.

کروز د هالیووډ سینما یو مخکښ ستوری دی، چې د «ریسکي بزنس» او «ټاپ ګن» فلمونو له امله یې بې‌ساری شهرت ترلاسه کړ.

راپور زیاتوي،کروز د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال وویل،چې د ماشومتوب پر مهال یې په سینما کې د فلم لیدلد خوښې وړ سرګرمي وه او همدې کار ورته د یوې نوې نړۍ لپاره لاره پرانیستله.

هغه وویل: «ما هر کار کاوه، چې څو روپۍ پیدا کړم او ټکټ واخلم. سینما زما لپاره یوازې کار نه دی، دا زما وجود دی.»

هغه پهټوکو سره زیاته کړه، چې هیله لري د سینما د ملاتړ پر لاره کې نور «ډیر هډوکي مات نه کړي». په ۲۰۱۷ کال کې د فلم اخیستلو پرمهال د هغه پښه ماته شوې وه.

د اسکار افتخاري جایزه هغه جایزه ده، چې د اسکار د اکاډمۍ د بورډ غړو له‌خوا ځانګړو هنرمندانو ته ورکول کېږي، چې د اسکار د جایزې ګټلو وړ دي، خو لا یې ترلاسه کړې نه وي.

نور خبرونه

رادیو