افغانستان د ګڼو قومونو، ژبو، باورونو او ټولنیزو طبقو ګډ کور دی، خو د دې ټولنیزې تنوع تر شا یو داسې ولسي جوړښت ولاړ دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د ملي یووالي بنسټ نه یوازې دا چې ساتلی، بلکې پیاوړی کړی دی.

افغانان د قومي یا مذهبي تفرقې پر ځای ژورو انساني اړیکو، دودیزو ارزښتونو او ګډو فرهنګي حافظو له یو بل سره تړلي پاتې کړې دي.

د قومونو، ایډیولوژیو او طبقو اختلافونه د ورځني ژوند، فرهنګي ارزښتونو او ټولنیزو تعاملاتو په ګډو روحیو کې تحلیل کېږي نه هغسې چې ځیني د ګوتو په شمار افغانان په ډیرې بې پروایۍ سره هڅه کوي د خپلو زهرجنو څرګندونو په وسیله د افغانانو نه ماتیدونکی یووالی زیانمن کړي.

ژور ولسي تړاو؛ د افغان ملت نه‌ماتېدونکی هویت

افغانه ټولنه د داسې ولسي او دودیزو شبکو پر بنسټ ولاړه ده چې د ختیځ او لویدیځ، شمال او جنوب ترمنځ خلکو ته د خپل‌منځي درک او همدردۍ ژوره فضا برابروي. د قومونو او افکارو اختلافونه دلته له منځه نه ځي، بلکې د ورځني ژوند په ګډ جریان کې مدغمیږي. همدا اړیکې د یو داسې ولس ریښه جوړوي چې د زمان په مختلفو کړاوونو او کړکېچونو کې په څرګند ډول متحد او یو موټی پاتې شوی دی.

په افغانستان کې د خپلوۍ، قومي اختلاط او ګډ کلتوري ژوند سېستمونه د سلګونو کلونو په اوږدو کې جوړ شوي دي. داسې اړیکې چې د ډېرو پرمختللو هېوادونو د معاصرو ټولنو په پرتله څو برابره ژورې او پایداره دي. دا اړیکې په بهرني فشار نه دي جوړې شوي بلکې پر یو بل د تکیه اقتصادي، فرهنګي او فکري اړیکو پایله ده.

په هغو هېوادونو کې چې د مختلفو قومونو ترمنځ د خپلوۍ دود لنډ تاریخ لري، افغانان ددغه دود د لرغوني او یو موټي ملت استازي دي.دا اړیکې ډېرې ژورې او راسخې دي او ټولو هغو هېوادونو ته لارښوونکی درس ورکوي چې اوس یې د قومي ګډ ژوند تجربې تازه پیل کړې دي.

افغانستاند قومي جګړو رسمي تاریخ نه لري

افغانستان برخلاف د اروپایي او ګڼو نورو هېوادونو چې د قوم، مذهب یا نژاد په نوم یې خونړۍ جګړې لیدلي دي، هېڅکله په رسمي ډول د قومي جګړو د تاریخ یو باب نه دی. د افغان ملت ملي یووالی د یوې لیکلې قانوني مادې پر اساس نه، بلکې د ولس د نا‌ليکل شوې؛ خو ژورې ټولنیزې موافقې محصول دی.افغانه ټولنه خپله یوه شفاهي او ټولمنلې خو قوي ولسي قاعده لري، داسې فرهنګي میکانیزم چې د ملي یووالي بنسټ جوړوي.

حتا هغه مهال چې دولت کمزوری و او بهرني قوتونه د تفرقې په هڅو بوخت وو، افغان ملت د هغوی د پلانونو د عملي کېدو اجازه ورنه کړه. د ملت د وحدت ریښه د دولت په واک نه، بلکې د ټولنې په فطري جوړښت کې موجوده وه.

یو باثباته ولسي روایت: په جګړو کې د ملي اتحاد ساتنه

له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۱ پورې، چې هېواد د جهادي شخړو او بیا د طالبانو تر سخت‌دریځي واک لاندې و، ملي ادارې له منځه لاړې، فرهنګي بنسټونه زیانمن شول او ټولنه ګډوډه شوه. خو بیا هم ملت د قومي کرکې پر ځای د زغم، صبر او ملي روحیې بېلګه پاتې شو.

په داسې زمان کې چې فرهنګي او تعلیمي ارزښتونه زیانمن شول، ملي روایتونه په زوره له منځه لاړل خو بیا هم ملت د ژور قومي انشقاق پر ځای متحد پاتې شو د معاصر تاریخ د قومي تړون یوه روښانه نمونه ده.

نننی مصنوعي ګواښ: سکتاریستان او د کرکې سوداګران

اوس هم سره له دې چې یو غیرډېموکراتیک حاکمیت پر ولس واکمن دی او له بل اړخه ځینې تنگ‌نظرې، متعصبې او سکتاریستې کړۍ د کرکې او بېلوالي زهر شیندي، خو ولسي درایت دا امکان له منځه وړی چې دا زهر دې اغېز وکړي. ملت لاهم د هغو تفرقو پر وړاندې ودریږي چې د ولس له طبیعي جوړښته راټوکېږي. داسې کسان په ملت کې ځای نه لري، ځکه دوی د افغانانو د ولسي لرغوني وحدت له تاریخ، رېښو او جوړښت څخه بې خبره دي.

د اختلاف پر ځای د تفاهم ځواک

د نن ورځې اړتیا دا نه ده چې اختلافات ژور کړو، بلکې دا ده چې له فکري تنوع، سیاسي تجربو او ټولنیزو تفاوتونو څخه په ملي ګټه استفاده وشي. د ملت ځواک د نفرت په شعارونو نه، بلکې په ګډ ملي لیدلوري، سیاسي عقلانیت او ټولنیز تفاهم کې دی.

افغان ولس نه د کرکې نسخه غواړي او نه د تفرقې شعار؛بلکې د فکري ازادۍ، ټولنیز عدالت او سیاسي ثبات تږی دی. دا هغه مسیر دی چې د افغان ملت د نه‌ماتېدونکي طبیعت او ملي یووالي تسلسل تضمینوي.

موږ باید د ملت پر وحدت باور ولرواو د هغو کسانو له بحثونو، شعارونو او بې‌مسوولیته تحلیلونو ځان لرې وساتو چې غواړي د افغانانو په منځ کې د بېلتون زهر وشیندي.له دوی باید فاصله واخلو،موږ باید د ولسي اتحاد په تړاو ډاډمن واوسو؛ نو غوره به وي چې خپله ارزښناکه انرژي په رغنده سیاسي انسجام ولګوو.

که خپل ځواک د ګډ ملي فکر، عادلانه نظام او د ټولو لپاره برابر سیاسي مشارکت لپاره ولګوو، نه یوازې دا چې ملت به متحد پاتې شي، بلکې افغانستان او د افغاني ټولنې ټول اقشار به له یو نوي ثبات، عدالت او روښانه سیاسي ثبات سره مخ شي.

موږ د ولس د یووالي په اړه ډاډمن یواو همدا ډاډ، په یویشتمه پېړۍ کې د افغان ملت تر ټولو لویه ملي سرمایه ده.

نور خبرونه

رادیو