د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د هېواد د اوبو د خوندیتوب او اغېزمن مدیریت لپاره پراخې هڅې روانې دي. طالب چارواکي وایي چې د چیک ډیمونو پروژې به د سیلابي اوبو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د ښاري او کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه مرسته وکړي.
د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، قاري مطیعالله عابد وایي چې دا وزارت د نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ د اوبو د مهار او خوندي کولو لپاره پراخ پروګرامونه پلي کوي. د هغه په خبره، وزارت په پلان کې لرل چې ۱۴۰ چیک ډیمونه جوړ کړي چې تر دې دمه ۱۳۰ډیمونه بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې نورو د جوړولو چارې روانې دي.
عابد زیاتوي چې په ټول هېواد کې د بېلابېلو وزارتونو په مرسته۴۵۰نور چیک ډیمونه جوړ شوي چې هدف یې د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د باراني اوبو راټولول دي.
د ده په وینا، دغه ډیمونه کولی شي د سیلابي اوبو تګلاره کنټرول کړي او په هغو سیمو کې چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه په وروستیو کلونو کې په خطرناک ډول راټیټه شوې، د اوبو کچه بېرته لوړه کړي.
یاده دې وي چې د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل، هرات، کندهار، مزار او جلالاباد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په تېرو کلونو کې په چټکۍ سره راټیټه شوې ده.
د وروستیو څېړنو له مخې، د کابل د اکوایفرونو کچه په تېره لسیزه کې په چټک ډول راټیټه شوې چې، په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه ۲۵تر ۳۰ مترو پورې ښکته شوې دي، او د ښار د اوبو ورځني استخراج د طبیعي بیاچارج له اندازې کلنۍ۴۴ میلیونه مکعب متره زیات دی.
راپورونه ښيي چې د اوبو کمښت خلک د اقتصادي فشارونو سره مخ کړي دي. په ځینو سیمو کې کورنۍ د خپل عاید تر ۳۰٪پورې د اوبو پر اخیستو لګوي، ځکه شخصي شرکتونه د اوبو بیې لوړې ټاکي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ او پراخې هڅې ونشي، د افغانستان لوی ښارونه په تېره کابل به د اوبو د کمښت له تر ټولو سخت بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

